د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۰۷

د فنلنډ پحواني جمهور رئيس د نوبل د سولي جايزه وگټله


د فنلنډ پخواني جمهور مارتي احتيساري ته نن په ټولي نړۍ کي د سولي د منځګړتوب د هلو ځلو په بدل کي د نوبل د سولي نړيواله جايزه ورکړه شوه.
احتيساري ته د سولي نړيواله جايزه د ناروي په مرکز اوسلو کي د يوه ډپلوم او مډال په ورکولو سره وسپارله شوه.
د جايزي ورکوونکي په خپلي وينا کي وويل احتيساري له ناميبيا نه نيولي تر کوسوو او اندونيزيا پوري د سولي هلي ځلي کړي او د نړۍ له سولي سره يي مرسته کړيده. د سولي په دي جايزي ګي يو اعشاريه ٢٣ ميلونه ډالر شامل دي.
XS
SM
MD
LG