د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۲۲

ميلونونه حاجيان پر عرفات راټول شوه


څه د پاسه دوه ميلونه مسلما نان نن د اسلام د پينځم رکن حج د مناسکو په ترڅ کى د عرفات پر غونډى راټول شوي دي. حاجيان به تر ماښامه پورى د عرفات پر غونډى عبادات ترسره کړي او وروسته به بيا د شيطان د ويشتو لپاره د مزدليفى په لور روان شي .سره له دى چى د حج د مناسکو پر محال سياسي فعاليتونو باندى د سعودي حکومت بنديز لګولى دى خو بيا هم راپورونه واي چى يو ايرانى ملا د حاجيانو يوى ډلى ته په وينا کى مرګ په امريکا او مرګ په روسى شعارونه ورکړه.سعودي چارواکو ويلي چى تر اوسه پورى د سږني کال د حج دمناسکو پر محال کومه پيښه نده شوى .
XS
SM
MD
LG