د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۵۴

د هند د بهرنيو چارو وزير واي هغه د پاکستان ولسمشر ته په تيلي فون کومه خبرداري نده ورکړى.


د هند د بهرنيو چارو وزير نن دا رد کړه چى ګواکى هغه د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ته په تيلي فون کى پر پاکستان د حملى ګواښ کړى دى.

پاکستان پرون وويل زرداري ته يو تيلي فون کى چى ښکاري د هند د باند نيو چارو د وزارت لخوا شوى د ممبى د حملو وروسته په غبرګون کى پر پاکستان د بريد خبرداري ورکړ شوى دى.
د هند د بهرنيو چارو وزير پرناب مکرجى زرداري ته شوى تيلي فون يوه شوخي وبلله او ويره څرګنده کړه چى کيدي شي دا شان تيلي فونونه د ګاونډيانو لخوا د ځانګړو اقداماتو سبب شي.

پاکستان ددغه تيلي فون وروسته خپل مځکنى او هواي ځواکونه د تيارسى يه حالت کى کړى وه.
XS
SM
MD
LG