د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۵۷

د پكتيا په زرمت ولسوالي كي د ايتلافي ځواكونو په يوه پوځي موټر ماين چاودلئ دئ .


نن سهار د پكتيا په زرمت ولسوالي كي د ايتلافي ځواكونو په يوه پوځي موټر ماين چاودلئ دئ .
په سيمي كي د ايتلافي ځواكونو يوه وياند خبريالانو ته ويلي په چاودني كي د ايتلافي ځواكونو يو موټر ويجاړ شوۍ خو ځواكونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې .
له بلي خوا وسلوالو طالبانو ادعا كړي چي دا ماين دوي ځاې په ځاې كړئ او په چاودنې كي يي ۸ بهرني سرتيري وژل شويدي. دولتي چارواكو د طالبانو دا ادعا نده منلي.
يو پيل خبر وايي نن د پكتيا ولايت د مركز ګرديز ښار شمال ته د پوليسو د اكاډمۍ پر ودانۍ څو توغندي ويشتل شويدي .
سيمه ايزو چارواكو د مرګ ژوبلي په اړه څه نه دي ويلي خو ذبيح الله مجاهد چي ځان د وسلوالو طالبانو وياند بولي ، ادعا كوي چي په حملي كي يي زيات شمير پوليس وژلي دي .
XS
SM
MD
LG