د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۱۵

د متحدو ايالاتو منتخب جمهور ريس بارک اوباما په خپلي اداري كي د نيو مكيسكو والي بيل ريچاډسن د سوداګري د وزير په توګه وټاكه .


اوباما دغه اعلان تيره ورځ په شيكاګو كي يوي خبري غونډي ته وكړ

اوباما وايي

اوس ددي وخت رسيدلي چې نه يواځي د عاجلو اقتصادي ګواښونو څخه يادونه وكړو بلكه د اوږد مهاله سوكالي لپاره بايد يوه زمينه برابره كړو ، ترڅو د امريكايانو سوداګري وده وكړي ، او د امريكا اقتصاد او سوداګري په نړيواله توګه پرمختګ وكړي ، دا د سوداګري د وزير له اصلي دندو څخه ده ، والي ريچارډسن په ځآنګړي توګه د خپلي پراخه تجربي له مخي دي رول ته جوړ دي چه د امريكا لپاره د يوه اقتصادي ډيپلوماټ په توګه كار وكړي

ريچارډسن تر دي مخكي د پخواني جمهور ريس بيل كلنټن د حكومت پرمهال د انرژۍ د وزير او په ملګروملتونو كي د متحده ايالاتو د سفير په توګه پاتي شوي .دي ددي كال د جمهوري رياست د انتخاباتو لپاره كانديد وو خو بيا د اوباما په ګټه تري تير شو .

ريچارډسن په متحده ايالاتو كي له وتلو سياستوالو څخه دي
XS
SM
MD
LG