د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۲۳

د ايران اقتصاد خراب شوئ


د ايران جمهور رئيس محمود احمدي نژاد د لومړي ځل لپاره په عام محضر کي ومنله چي د تيلو د بيو د ټيټيدو له وجي د ايران اقتصاد ته زيان رسيدلئ.
د ايران د خبر رسولو دولتي آژانس ايرنا د احمدي نژاد له خولي وايي ايران به مجبور شي چي خپل لگښتونه او سبساډۍ کمي او ماليي زياتي کړي.
د ايران د جمهور رئيس لپاره ددي خبري اعلان ډير حساس دئ او دا ځکه چي د ٢٠٠٩ ميلادي کال د جون په مياشت کي غواړي د دوهم ځل لپاره ځان کانديد کړي.
د تيلو د يوه بيرل بيه له ١٤٧ امريکايي ډالرو څخه شاوخوا ٥٠ ډالرو ته راټيټه شوي او په ايران کي يي د شيانو بيي جګي کړي او بي کارۍ رامنځ ته کړيدي.
XS
SM
MD
LG