د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۰۹

د خوشه يي بمونو د نه استعمال تړون لاسليک شو


د شاوخوا سلو هيوادونو استازو نن د ناروي په مرکز اوسلو کي د کلسټر يا خوشه يي بمونو د نه استعمال تړون لاسليک کړ.
دا بمونه له الوتکو څخه د راغورځولو او يا هم د ځمکنيو قواو له خوا د استعمال په صورت کي په هوا کي په سلګونو وړو بمونو تقسميږي اوپه ځمکي کي د زيات شمير ملکي خلکو د مرګ ژوبلي سبب کيږي.
د امريکا متحده ايالات، روسيه، چين ، اسرائيل ، هند او پاکستان چي په نړۍ کي د کلسټر بمونو ستر توليدونکي او استمعالوونکي هيوادونه دي، د دغي وژونکي وسلي د نه استعمال تړون يي ندئ لاسليک کړئ.
XS
SM
MD
LG