د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۴۴

پاکستان له هند سره د مرستي وړانديز کړئ


پاکستان وايي د هند په ممباي ښار کي د تروريستي حملو د څيړنوپه اړه چي له ١٧٠ څخه زيات کسان پکي وژل شوي، له هند سره د مرستي په مقصد يي د يوه ګډ تحقيقاتي ټيم وړانديز کړئ.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شامحمود قريشي په يوې تلويزوني وينا کي وويل پاکستان هر ډول همکارۍ او مرستي ته چمتو دئ . ده دغه راز وويل دواړه حکومتونه بايد چي له تعقل، جديت او حوصلي څخه کار واخلي .
قريشي دا خبري پداسي حال کي کړي چي د هند حکومت له پاکستان څخه غوښتي يو شمير هغه مشکوک تروريستان دي ورته حواله کړي چي ګمان ګيږي په دغه هيواد کي ژوند کوي.
هندي چارواکو په وار وار ويلي چي د ممبي په حملو کي پاکستان لاس لري. اسلام آباد په حملو کي هر ډول لاس درلودل رد کړيدي.
XS
SM
MD
LG