د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۰۹

د تايلند د اساسي قانون محکمي واکمن ګوند منحل کړ


په تايلند کي حکومت ضد مظاهره کوونکي وايي د چهارشنبه له ورځي څخه به خپلي ټولي مظاهري بندي کړي. دوي وروسته له هغي دا اعلان وکړ چي د تايلند د اساسي قانون محکمي، واکمن ګوند او په ائتلاف کي شامل دوه نور ګوندونه منحل کړل. محکمي وويل دي ګوندونو د ٢٠٠٧ ميلادي کال د ډسمبر د مياشتي په انتخاباتو کي درغلۍ کړي.
د تايلند د صدراعظم سومچاي وونګسوات پشمول د منحل شويو ګوندونو مشران دغه راز د پنځو کلونو لپاره له سياسي فعاليتونو څخه منعه شول.
د حکومت ضد مظاهرو له وجي د بنګکاګ په نړيوال هوايي ډګر ګي په زرګونو مسافر سرګردانه شوي او د تايلند د سياحت لپاره سخت زيات ورسيده.
XS
SM
MD
LG