د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۱۵

د صومالي د سمندري غلو او اوکراين تر منځ معامله شوى ده


په صوماليه کى سمندري غلو چى پدى ورستيو کى ي يو شمير بيړى تښتولي ويلي چى د اوکراين د يوى پوځى کشتى د خوشى کولو په اړه دغه هيواد سره پر يوى معاملى سلا شوي دي.

د اوکراين دغه بيړى چى وسلى پکى بار وى دوه مياشتى مخکى د صومالي په سواحلو کى وسله والو غلو نيولى وه.ددغو غلو په حواله د فرانسى خبرى اژانس ويلي چى د اوکراين بيړى به په څو ورځو کى خوشى کړى شي .خو پدى اړه چى په مقابل کى څومره پيسى ورکول کيږي دغو سمندري غلو څه ندي ويلي.
د اوکراين په دغى بيړى روسى ساخت ټانکونه توغندي او نور مهمات بار دي.
XS
SM
MD
LG