د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۱۶

په نايجيريا کى سل ګونه کسان د مسلمانانو او عيسويانو تر منځ جګړو کى وژل شوى دي.


په نايجيريا کى د مسلمانانو او عيسويانو تر منځ په ورستيو وسله والو شخړو کى سل ګونه کسان وژل شوي او راپورونه واي چى زرګونه وګړي خپلو کورونو پريښودو ته اړ شوي دي.

دا تاوتريخوالي د نايجيريا په مرکزي سيمو کى د وروستيو محلى انتخاباتو د نتايجو له څرګنديديو وروسته راپورته شوى د راپورونو له مخى ددواړو لورو تر منځ تاوتريخوالو کى کورونه دکانونه جوماتونه او کنيسا ګانى سوزول شوي دي.

عيني شاهدانو ويلي چى ٤٠٠مړي ي ليدلي چى د سيمى مرکزي جومات ته راوړل شوي دي.
د عيسويانو د مرګ ژوبلى په اړه هم راپورونه رسيدلي خو دقيقه شميره ي نده معلومه شوى.چارواکو د وضعى د کنټرول لپاره سيمى ته پوځ او پوليس استولي دي.
XS
SM
MD
LG