د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۴۶

د آزادى راديو خبريال نورمحمد سهيم د تخار ولايت څخه د انتخاباتو د بهير په هکله وايي په دې ولايت کې ښځو او نارينو په انتخاباتو کې ګډون کړى او د لارې په اوږدو کې چې نوموړى د تالقانو ښار ته روان و ګڼ شمير خلک ليدل کيدل چې انتخاباتي حوزو ته روان و. هغه وايي په دې ولايت کې د امنيتي چارواکو په وينا تر اوسه کومه امنيتي ستونزه نه ده پيښه شوى. يوه ستونزه داده چې انتخاباتي کارکونکى کانديدانو ته اجازه نه ورکوي چې خلک له ليرې پرتو سيمو او بانډو څخه د راى ورکولو مرکزونو ته په موټرو کې وليږدوي٠


XS
SM
MD
LG