د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۲:۲۱

په افغانستان کې پوځي چارواکي پدى باور ندي چې طالب جنګيالي دى د منظمو بريدونو د ترسره کولو وړ ووسي٠


په افغانستان کې د امريکائى پوځونو يو جګ پوړى قومندان وائى پوځي چارواکي پدى باور ندي چې طالب جنګيالي دى ددى وړ ووسي څو منظم بريدونه ترسره کړي چې د يکشنبى په ورځ د ولسي جرګې ټاکنى ګډوډى کړاى شي٠
بريد جنرال جيمز چيمپين چې له افغانستان څخه ئى د ويډيو په وسيله په واشنګټن کې خبريالانو سره خبرى کولى وويل جنګيالي ممکن د ټاکنو د ګډوډولو لپاره نمايشي بريدونه ترسره کړي خو چارواکي پدى باور ندي چې دوى دى د عراق په څير د منظم بمى بريدونو د کمپاين وړ ووسي٠
دغه جنرال وويل امريکائى سرتيرى به افغان ځواکونه پريږدي څو ټاکنى خوندي کړي خو د بيړنيو حالاتو په مهال د مداخلى لپاره به چمتو وي٠
XS
SM
MD
LG