د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۲۲

د لبنان په پلازمينه کې د بم په يوه نوي چاودنه کې لږ تر لږه يو کس وژل شوى او له شلو څخه زيات ټپيان شوى دي٠


په بيروت کې چارواکي وائى چې د لبنان په پلازمينه کې د بم په يوه نوي چاودنه کې لږ تر لږه يو کس وژل شوى او له شلو څخه زيات ټپيان شوى دي٠
دغه چاودنه د جمعى په ورځ له نيمى شپى څخه لږ څه مخکى د مسحانو په اشرفيه ګاونډ کې شوى ده٠
د راپورونو له مخى دغه چاودنه د سړک د څيرمه ودانيو او موټرونو ته د زيان لامل ګرځيدلى٠
په سم لاسي توګه ددغى چاودنى مسؤليت ندى اخستل شوى٠
تير کال د لبنان په پلازمينه کې د بمى چاودنو په لړ کې دا وروستۍ چاودنه وه٠
ملګري ملتونه د لبنان د پخواني لومړي وزير رفيق هرري د ترور په اړه چې تير کال په بيروت کې په يوه بمى چاودنه کې ووژل شو خپلو پلټنو ته دوام ورکوي٠
XS
SM
MD
LG