د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۷ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۰۷

ټاکل شوى چې نن د ايران ولس مشر د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د خپلى وينا په ترڅ کې د ايران د اټومي پروګرام په اړه خبرى وکړي٠


تمه ده چې نن د ايران ولس مشر محمود احمدي نژاد په نيويارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلى ته د خپلى وينا په ترڅ کې د ايران د اټومي پروګرام په اړه خبرى وکړي٠
دغه وينا وروسته له هغى کيږي چې د متحده ايالاتو جمهور رئيس جورج ډبليو بوش او د روسيى ولس مشر ولاديمير پوتين د جمعى په ورځ په سپينه ماڼۍ کې د ايران د اټومى پروګرام په اړه خبرى وکړى٠
بوش خبريالانو ته وويل ډيپلوماسي به دا جوته کړي چې ايران د خپلو اټومى فعاليتونو له امله چې متحده ايالات او اروپائى ټولنه ئى بديدل غواړى څه وخت د ممکنه بنديزونو لپاره د ملګروملتونو د امنيت شورا ته وړاندى کيږي٠
پوتين وويل روسيه هم ددى مخالفه ده چې ايران د اټومى وسلى د جوړولو وړتيا ترلاسه کړي خو دا ئى په ډاګه نکړه چې ايا روسيه به د امنيت شورا ته د ايران د وړاندى کولو ملاتړ وکړي او که نه د يو بل پرمختګ له مخى د ترکيى لومړي وزير رجب طيب اردوغان له دى انکار کړى چې ګواکى د ايران ولس مشر محمود احمدي نجژاد ورته ويلى چې ايران چمتو دى څو اټومى ټکنالوژي له اسلامى هيوادونو سره شريکه کړي٠
اردوغان په نيويارک کې خبريالانو ته وويل کله چې هغه د پنجشنبى په ورځ له احمدي نژاد سره وليدل د اټومي ټکنالوژۍ د ليږدونى په اړه هيڅ ډول بحث ندى شوى٠
XS
SM
MD
LG