د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۷ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۵۲

په افغانستان کي د انتخاباتو کمپاين او هلي ځلي په رسمي ډول پاي ته رسيدلي وياند او ژباړونکئ: جان آقا الکوزئ


په افغانستان کي د انتخاباتو کمپاين او هلي ځلي نن په رسمي ډول پاي ته رسيدلي. د يکشنبه د ورځي په انتخاباتو کي نږدي ١٢ ميليونه راي ورکوونکي ثبت او د رايو مستحق ګڼل شويدي. راي ورکوونکي بۀ له نږدي ٦٠٠٠ کانديدانو نه د ولسي جرګي د ٢٤٩ څوګيو او ٣٤ ولايتي شورا ګانو لپاره وکيلان وټاکي.
دغه انتخابات په افغانستان کي له دريو لسيزو جګړو وروسته د ډموکراسۍ لپاره ددغه هيواد يو ډير مهم سياسي بنسټ دئ. خو انتخابات د ورځنيو شخړو او د طالبانو د ويناو له امله چي وايي ګډوډو بۀ يي کړي ، له ګواښونو سره مخ دي.
ملګرو ملتونو خبردارئ ورکړئ د افغانستان سياسي بيا رغوونه ډير زيات کار او د نړيوالي ټولني د اوږدي مودي مرستو ته اړتيا لري.
XS
SM
MD
LG