د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۷ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۰۰

په عراق کي مرګ ژوبلي رواني دي


دري تنه عراقيان نن هغه مهال مړه او زيات شمير نور ټپيان شول چي وسله والو له موټرو نه په بغداد کي په راټولو شويو خلکو ډزي وکړي.
دغه حمله د بغداد په جنوبي ناحيي کي چي زيات شمير کسان د ورځنۍ مزدوري لپاره پکي راټوليږي ، شويده.
د پنجشنبه په ورځ ځان وژونکو، عراقيو پوليسوباندي دوو حملو کي لږترلږه ٣١ کسان ووژل. د چهارشنبه په ورځ د يولړ بمي چاودنو له امله له ١٥٠ نه زيات کسان مړه او په لس ګونو نور ټپيان شوي وو.
د پنچشنبه په وروستيو کي د ملګرو ملتونو عمومي منشي کوفي عنان امنيت شورا ته وويل په عراق کي وضعه په تدريجي ډول خرابيږي او دغه راز د خلکو د ژوند ساتنه هم پکي نشته.
XS
SM
MD
LG