د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۲۶

د جاپان لومړي وزير د ملګرو ملتونو امنيت شورا کي د خپل هيواد لپاره د دائيمي څوکۍ غوښتنه بيا تکرار کړه


د جاپان لومړي وزير جونيچيرو کويزومي يو ځل بيا د ملګرو ملتونو امنيت شورا کي د خپل هيواد د دائيمي څوکۍ غوښتنه تکرار کړه او له دوهمي نړيوالي جګړي وروسته يي د جاپان په سوله ايزي سابقي ټينګار وکړ.
کويزومي د پنجشنبه په وروستيو کي په نيويارک کي د ملکروملتونو عمومي اسمبلي ته د وينا په مهال وويل د ١٥ کسيزي امنيت شورا د پراختيا پريکړه بايد چي د شپيتمي عمومي اسمبلي په جريان کي چي په روان ګال کي پاي ته رسيږي، رامنځ ته شي .
جاپان پدي وروستيو کي امنيت شورا کي د دائيمي څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره خپل د څو لسيزو هلي ځلي بيا راژوندۍ کړي خو د چين پشمول د يوشمير آسيايي هيوادونو له مخالفت سره هم مخ دئ. دغه هيوادونه وايي جاپان تري د جګړي د کلونو د حملو له امله بخښنه نده غوښتي.
XS
SM
MD
LG