د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۲:۱۸

د افغانستان حکومت غواړي له پاکستان سره د پولي په اوږدو کي له ديوال جوړيدو مخکي دي سرحدي مسله حل شي


افغانستان حکومت نن د پاکستان د هغه وړانديز هرکلئ وکړ چي غواړي دغه هيواد ته د طالبانو او القاعده اورپکو د اوښتو د مخنيوي په مقصد د دواړو هيوادونو د پولي په اوږدو کي ديوال پورته کړي.
د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند لطف الله مشال وويل افغانستان د پولي په اوږدو کي د ديوال د جوړيدو هرکلئ کوي. خو دا يي هم وويل چي لومړئ بايد له پاکستان سره د پولي مسله حل شي.
د پاکستان جمهور رئيس پرويز مشرف د دوشنبه په ورځ وړانديز وکړ چي د اورپکو د مخنيوي په مقصد غواړي ددواړو هيوادونو تر منځ ديوال پورته کړي.
مشرف دغه وړانديز په نيويارک کي د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو له وزيري کوندليزا رايس سره د خبرو په مهال وکړ.
افغانستان او پاکستان په خپلو کي ٢٤٠٠ کيلو ميتره اوږده پوله لري.
XS
SM
MD
LG