د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۲۳

د امريکا د دفاع وزير په افغانستان کي د پوځونو د راکمولو رپوټونه بي اهميته وبلل ژباړونکئ او وياند: جان آقا الکوزئ


د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير ډانلډ رمزفلډ نن هغه رپوټونه بي اهميته وبلل چي وايي واشنګتن په افغانستان کي د خپلو ځواکونو د راکمولو پلان لري.
رمزفلډ برلين کي د ناتو د دفاع وزيرانو د دوهمي ورځي غونډي کي د ګډون په مهال خبري وکړي.
په دغي غونډي کي په افغانستان کي د ناتو د ځواکونو د پراختيا او د ائيتلافي ځواکونو په اړه خبري وشوې.
د امريکا د دفاع وزير وويل امريکابه په افغانستان کي خپل حضور غښتلئ وساتي. ده وويل هغه رپوټونه چي وايي واشنګتن بۀ په راتلونکي کال کي په افغانستان کي د خپلو ځواکونو شمير په سلو کي شل را کم کړي ، سم ندي.
د ناتو د دفاع وزيرانو له غونډي وروسته ددغه سازمان عمومي منشي ياپ دي هووپ شيفر وويل ناتو او امريکايي ځواکونه په افغانستان کي نږدي اړيکو ته اړتيا لري:

د آيساف اوامريکايي ځواکونو عمليات بايد چي په افغانستان کي نور هم له نږدي نه کار وکړي، او ددغه مهم ماموريت لپاره بايد چي دوي مناسب اقدامات وکړي .
د فرانسي د دفاع وزيري ميشيل اليوت ماري د سه شنبه په ورځ ويلي و ناتو او د امريکا په مشرۍ ائيتلافي ځواکونه بايد تر يوې قوماندي لاندي را نه وستل شي.
XS
SM
MD
LG