د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۲:۲۳

القاعده شبکي نن د انترنټ له لاري په عراق کي د سراسرې ځان مرګو بمي چاودنو ادعا وکړه.


دغه بيان په هغي کمپيوتري پاڼي کي ايښودل شوئ چي معمولاء په عراق کي ددغي ډلي د مشر ابو ماصب ال زرقاوي له خوا تري ګټه اخيستله کيږي.
بيان وايي دغه کمپاين يي ځکه پيل کړئ ترڅو د خپلو هغو ملګرو ياد ژوندئ کړي چي په تعل آفار کي د امريکايي ځواکونو له خوا وژل شويدي.
د ورځي په سر کي د يوه ځان مرګي بريد له امله د بغداد په شمال کي له سلو زيات کسان مړه او ١٦٢ نور ټپيان شول.
ددغي پيښي يو عيني شاهد هادي د پيښي په اړه وايي:

مونږ را ټول شوي وو چي نا ببره په يوه موټر کي چاودنه وشوه او ټوله سيمه اور، لوګيو او تياري ونيوله. خلکو د پيښي له ځايه منډي وهلي ، هره خوا بد حال و.
-----
د ورځي په سر کي حمله کوونکو پداسي حال کي چي عسکري جامي يي اغوستي وې، د بغداد په شمال کي له يوه کلي نه ١٧ کسان لاس تړلي را وايستل او ټول يي ووژل
XS
SM
MD
LG