د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۲۸

زيات شمير فلسطينيان د غزي له پولي نه مصر ته تير شول


نن زيات شمير فلسطينيان هغه مهال د غزي له تړانګي نه مصر ته تير شول چي د مصريو او فلسطينيو امنيتي ځواکونو له خوا د پولي د تړلو ضرب الاجل يا وروستۍ نيټه تيره شوه.
د تيري دوشنبه له ورځي راهيسي چي د اسرائيلو وروستئ عسکر د غزي تړانګي نه وتلئ، په رافا کي اوسيدونګي فلسطينيان د سرحدي پولي له ديوالونو نه دتيريدو هڅي کوي.
پرون مصريو او فلسطينيو امنيتي ځواکونو پريکړه وکړه چي د سه شنبه د شپي په نيمايي کي پوله وتړي.
اسرائيلي ځواکونه پدي شرط د رافا پولي نه وتلي وو چي مصري امنيتي ځواکونه به يي د حائيل په توګه ځاي نيسي.
دغه راز د فلسطيني اداري د مشر محمود عباس يوه نږدي همکاررفقي حسيني نن وويل عباس پتييلي په راتلونکي کي د وسله والو ډلو د بي وسلو کولو په پيل کي به لومړئ د خپل فتح سازمان وسله وال بي وسلي کړي.
حسيني د اسرائيلو د هاريڅ ورځپاڼي سره مرکي کي د بي وسلي کولو د پيل نيټه نده په ډاګه کړي.
عباس پتييلي چي په غزي کي دوسله والي شخړي ليري کړي خو تر اوسه يي له مبارزو ډلو سره مقابلي ته زړه ندئ ښه کړي.
XS
SM
MD
LG