د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۳۰

د فلسطينيانو لومړئ وزير په غزي کي د يهوديانوستر خالي شوي ميشت ځاي ته تللئ


فلسطينيانو نن د خالي شويو ميشت ځايونو د خرابو په پاکولو کي کار وکړ او د يهوديانو د سوځول شويو عبادت ځايونو د ودانيو پاته شوني يي هم ونړولي.
د فلسطينيانو لومړي وزير احمد قوريع په غزي کي د اسرائيلو له ستر ميشت ځاي نيوي ديکالم نه کتنه وکړه او د بري خبري يي وکړي:
NC091326
له دغه ځايه مونږ اشغال ليري کړ او له نورو پاتو ځايونو نه به يي هم د ليري کولو کار ته دوام ورکړو، له پولونه، له سمندر او فضا نه او ورپسي به د لوديځي غاړي او بيت المقدس په لور خپل لاريون ته دوام ورکړو تر څو يو خپل واکه فلسطينئ دولت جوړ کړو.
احمد قوريع په سلګونو راټول شوي فلسطينيان وهڅول چي د اسرائيلود وتلو له امله دي خوښۍ وکړي خو ويي وغوښتل چي د ٣٨ کلن اشغال څخه د پاته شويو ودانيو او زراعتي وسايلو لوټول دي بند شي.
اسرائيلي ځواکونه او پوځي کسان د دوشنبۀ په ورځ د غزي له تړانګي نه ووتل او پدغي سيمي يي خپل ٣٨ کلن اشغال پاي ته ورساوه.
XS
SM
MD
LG