د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۷ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۵۶

افغانستان جمهور رئيس وايي د بشري حقونو نه په سرغړونو تورنو کانديدانو ته په انتخاباتو کي د ګډون اجازه د ملي پخلاييني په ګټه ده


ژباړونکئ او وياند: جان آقا الکوزئ
د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزي نن له راي ورکوونکو افغانانو نه وغوښتل چي صادقو او ريښتينو کانديدانو ته دي راي ورکړي.
هرات ښآر کي قومي مشرانو او حکومتي چارواکو ته د خبرو په مهال کرزي دغه راز په نړيوالي ټولني غږ وکړ چي افغانستان ته دي خپلي مرستي زياتي کړي.
کرزي بي بي سي سره مرکي کي ويلي دا په افغانانو پوري اړه لري چي د راتلونکي يکشنبه د ورځي ولسي جرګي او ولايتي شورا ګانو انتخاباتو کي چا ته راي ورکوي. ده ويلي په انتخاباتو کي د طالبانو څخه را اوښتو کسانو او هغو جګړه مارانو ته چي د بشري حقونو نه په سرغړونو تورن دي اجازه ورکونه سازش نه بلکه د ټپونو رغونه ده.
خبر وايي د طالبانو د بهرنيو چارو د پخواني وزير وکيل احمد متوکل پشمول څلور تنه پيژندل شوي طالب مشران د افغانستان په راتلونکو پارلماني انتخاباتو کي ولاړ دي.
د انتخاباتو د تنظيم ګډ دفتر ٤٥ تنه کانديدان ، وسله والو ډلو سره د تړاو په تور ليري کړي خو پدغو کسانو کي د بشري حقونو نه په سرغړونو تورن د جګي کچي کوم کس ندئ شامل.
XS
SM
MD
LG