د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۴۲

د امريکا د دفاع وزيرد ناتو د دفاع په وزيرانو زور اچوي چي په افغانستان کي د خپلوعسکرود فعاليتونو محدويتونه دي ليري کړي


د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير ډانلډ رمزفلډ پتييلي چي نن د ناتو په متحدينو فشار واچوي چي په افغانستان کي د خپلو عسکرو د خدمت محدوديتونه ليري کړي .
رمزفلډ چي برلين کي د ناتو د دفاع وزيرانو په غونډي کي د گډون په مقصد خوځيدلئ ، نن د يوې لنډي مودي لپاره په لندن کي تم شو.
له رمزفلډ سره ملګروهمکارانو يي ويلي د دفاع وزير به له ناتو نه وغواړي چي د خپلو عسکرو په فعاليتونو دي مختلف بنديزونه ليري کړي لکه د ځينو سرحداتو نه اخوا د دښمن تعقيبول، د شخړو د کنترول تاکتيکونو استعمالول او د سرتيرو په ځاي يوازي د لوژستيکي مرستو برابرول.
ناتو په روان وخت کي په افغانستان کي د امنيت ساتني نړيوال مرستندويه ځواک يا آيساف ١٠٠٠٠ کسيزه ځواک مشري کوي. د امريکا د متحده ايالاتو يو چارواکئ چي د نامه له ښودلو يي ډډه کړي وايي رمزفلډ به له ناتو نه د امريکا هغي غوښتني ته دوام ورکړي چي وايي دغه سازمان دي په افغانستان کي د امريکا په مشرۍ د شل زره کسيز ائيتلافي ځواک بشپړه قومانده په غاړه واخلي.
د انګلستان د دفاع وزير جان رييد نن وويل د افغانستان په جنوب ګي د ناتو د څو زرو نويو عسکرو اړتيا ده او دغه هيواد ته يي د نورو انګليسي ځواکونو د استولو ژمنه وکړه.
XS
SM
MD
LG