د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۲:۳۱

د کندهار ښار کي د بمي چاودني له امله دوه تنه امريکني سرتيري ټپيان شويدي


د افغانستان په جنوب کي نن د يوې بمي چاودني له امله دوه تنه امريکني سرتيري ټپيان شول.
د امريکا پوځ وايي د سرتيرو د سپرلۍ موټر د کندهار ښار کي په يوې چاوديدونکي آلي ختلئ دئ.
د فرانسي د خبر رسولو آژانس د پيښي په ځاي کي د پوليسو د يوه مامور له خولي چي نوم يي ندئ په ډاګه شوئ وايي : په يوې بلي جلا چاودني کي چي د لومړۍ پيښي نه نږدي ١٠٠ ميتره وړاندي وشوه دوه تنه افغانان ټپيان شويدي.
XS
SM
MD
LG