د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۲:۳۴

د اندونيزيا يوې محکمي د جاګارتا د بمي چاودني په اړه يو کس د مرګ په سزا محکوم کړ


د اندونيزيا يوې محکمي ددغه هيواد په پلازمېني جاګارتا کي د آستراليا سفارت بهر د بمي چاودني په تور کي تورن سړئ د مرګ په سزا محکوم کړ.
محکمي روئيس چي دغه راز په عيوان دارماوان هم مشهور دئ، د ځان مرګي بريد کوونکي او د هغه لپاره د موټر او نورو چاوديدونکو موادو د برابرولو او پيرلو په تور مجرم پيژندلئ دئ.
روئيس ويلي دئ پدي نه پوهيده چي پيرلي مواد به يي ګوندي د ځان مرګي بريد او بم جوړولو لپاره استعمال شي .
محکمي د چاودني په تور کي نور دري تنه تورن کسان له ٤٢ مياشتو نه تر ٧ کلونو بند په سزا محکوم کړل.
د آستراليا د سفارت په چاودني کي لس کسان مړه شوي وو.
XS
SM
MD
LG