د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۲۳

هند او پاکستان په خپلو کي د ملکي بنديانو راکړه ورکړه پيل کړي وياند او ژباړونکئ: جان آقا الکوزئ


هند او پاکستان په خپلو کي د سولي ټينګولو په درشل کي د نږدي شپږو سوو ملکي بنديانو راکړه ورکړه پيل کړيده.
هند بۀ پاکستان ته ١٥٢ تنه پاکستاني بنديان او پاکستان بۀ هند ته ٤٣٥ تنه هندي بنديان وسپاري او دا کار ددغو دوو هيوادونو په تاريخ کي ستره راکړه ورکړه ده.
د بنديانو دغه راکړه ورکړه په نيويارک کي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلي د غونډي په څنګ کي د پاکستان د جمهور رئيس او د هند د لومړي وزير منموهن سنګ تر منځ غونډي کي کيږي.
د دواړو هيوادونو تر منځ د ملکي بنديانو د خوشي کولو تړون تيره مياشت لاسليک شوئ و.
XS
SM
MD
LG