د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۷ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۵۶

د عراق لومړئ وزير په شمالي ښارګوټي تعل آفار کي د پوځئ عملياتو کتني ته تللئ


د عراق لومړئ وزير ابراهيم الجعفري نن د هيواد شمالي ښارګوټي تعل آفار ته لاړ تر څو هلته د اورپکو په ضد د عراقيو او امريکايي ځواکونو پوځي عمليات وګوري.
عراقيو او امريکنيو ځواکونو دشنبه په ورځ د سوريي پولي ته نږدي تعل آفار سيمي کي له نږدي ٥٠٠ اورپکو سره نښتي وکړي. د تير آګست له مياشتي راهيسي امريکنيو او عراقيو ځواکونو په سيمه کي زيات شمير اورپکي وژلي او له ٢٠٠ زيات يي ژوندي نيولي دي.
نن نږدي لس زرو غښتلو عراقيو او امريکنيو ځواکونو د سوريي پولي ته نږدي دغي سيمي باندي د خپل واک ټينګولو ته دوام ورکړ او اورپکي يي په شا وتنبول.
د امريکا پوځ وايي تعل آفار له سوريي نه عراق ته د بهرنيو اورپکو د اوښتو مهم مرکز دئ.
XS
SM
MD
LG