د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۲۳

د روسيي جمهور رئيس د مصر په انتخاباتو کي حسني مبارک ته د بري مبارکي ويلي


د روسيي جمهوررئيس ولادمير پوتين د مصر جمهوررئيس حسني مبارک ته د هيواد د جمهوري رياست په انتخاباتو کي د بري مبارکي ويلي ده.
پوتين پخپل پيغام ګي د مبارک بيا انتخابيدل د مصر ، سيمي او ټولي نړۍ لپاره ښه خبر بللئ دئ. ده ويلي انتخاباتو د يوې ډموکراټيکي ټولني لپاره د مصر د مشرتابه هوډ ثابت کړ او په منځني ختيځ کي يي د يوې هر اړخيزي او دوام داري سولي په کار کي د مبارک د ونډي ستاينه کړيده.
د مصر د تيري چهارشنبه د ورځي انتخابآتو رسمي نتيجي ښي چي مبارک په سلو کي ٨٨ راي ګټلي دي.
XS
SM
MD
LG