د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۳۲

د جاپان لومړئ وزير وايي له ٢٠٠٦ کال وروسته بۀ په څوکۍ نه پاته کيږي


د جاپان لومړي وزير جونيچيرو کوي زومي نن يو ځل بيا په ټينګار سره وويل د يکشنبه د ورځي پارلماني انتخاباتو کي په ستر بري سره سره بۀ په ٢٠٠٦ کال کي هغه مهال چي د ليبرال ډموکراټ ګوند د خدمت موده يي پوره کيږي ، گوښه شي.
کوي زومي نن په يوه خبري کنفرنس کي وويل دئ نه غواړي د ٢٠٠٦ کال د سپتمبر مياشتي وروسته د ليبرال ډموکراټ ګوند د مشر او د جاپان د لومړي وزير په څوکۍ پاته شي.
ليبرال ډموکراټ ګوند د جاپان د پارلمان د ولسي جرګي له ٤٨٠څوکيو نه ٢٩٦ خپلي کړيدي. پدي توګه واکمند کوند له خپل متحد نوي کوميتو ګوند سره په ګډه د پارلمان له يو پر دريو نه هم زياتي څوکۍ لري او د مشرانو جرګي له مخالف پرته هم هر ډول نوئ قانون تصويبولاي شي.
کويزومي هغه مهال مخکي له وخته انتخاباتو غږ وکړ چي په خپل ګوند کي يي يو شمير ياغي شويو مشرانو له مخالفينو سره لاس يو کړ او د جاپان د پوستي خدمتونو او د بيمي شرکتونو د شخصي کولو پلان په مخ کي يي خنډونه رامنځ ته کړل.
XS
SM
MD
LG