خبرونه
د انګلستان يوه مسافر وړونکي الوتکه د اسلامي ترهګرو له بيري نده الوتي
پوليسو نن وويل دغه الوتکه بايد چي تيره شپه د انګلستان مانچيستر ښار ته تللي واي خو لا تراوسه د قبرس په نړيوال هوايي ډګر کي ولاړه ده او امنيتي لټون يي دوام لري.
د پوليسو يوه وياند ويلي الوتکه الوتني ته چمتو وه چي سپرليووويل د وه تنه سپاره کسان ورته اسلامي ترهګربريښي.
خبر وايي پوليسو له دغو دوو تنو پاکستانيانو نه پوښتني کړي خو کوم مشکوک شئ يي تري ندي تر لاسه کړئ.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان ازادۍ جبهې په کابل کې د درېیو طالبانو د وژلو ادعا کړې
د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کوي چې په کابل کې یې تېر ماښام درې طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
دې جبهې تېره شپه یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چریکیانو یې تېر ماښام د یو پلان شوي اوپراتیفي عملیاتو پر مهال د کابل ښار اړوند دویمې ناحیې حربي فابریکې قراول کې د طالبانو هغه وسلهوال په نښه کړل چې د دې فابریکې په انګړ کې راغونډ شوي وو.
د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې دې طالب وسلهوالو غوښتل چې د ملکي خلکو د کورونو پلټنې لپاره امېد سبز ښار ګوټي ته ولاړ شي.
تر اوسه د طالبانو حکومت د کابل امنیه قوماندانۍ په دې اړه لا څه نهدي ویلي.
ایمل ولي خان: پاکستان بیا د پیسو ګټلو لپاره په افغانستان کې خپل سیاست تکراروي
د عوامي نېشنل ګوند ایالتي مشر ایمل ولي خان په پاکستان تور لګولی چې یوځل بیا غواړي د پیسو ګټلو لپاره په افغانستان کې خپل پخوانی سیاست تکرار کړي.
هغه چې پرون مازدیګر یې په چهارسده کې رسنیو سره خبرې کولې، ادعا وکړه چې د اسلام له نامه په ګټې دې سیاست ۵۰ کاله کېږي چې افغان قوم له تباهۍ سره مخ کړی دی.
هغه وویل: "له بده مرغه کوم ګام چې اوس موږ بیا پورته کوو او ادارې یې پر بنسټ پیسې پیدا کوي، دې کې هیڅ دوه رایې نهشته چې جهاد څنګه و او څه دی، مګر اوس موږ یوځل بیا د پیسو لپاره هغه څه بیا تکراوو. موږ یو مسلمان هېواد او یو مسلمان قوم، یعنې زما خپل قوم، پښتون افغان قوم تباه کړ. پنځوس کاله پوره شول چې هغه قوم د هغې تباهۍ زیان اوس هم ګالي."
ایمل ولي خان له دې وړاندې هم پاکستان تورن کړی چې له طالبانو په ملاتړ سره یې په افغانستان کې د بنسټونو لهمنځهوړو سره مرسته کړې ده.
د پاکستان حکومت تر اوسه د ایمل ولي خان څرګندونو ته غبرګون نهدی ښودلی.
بینېټ: د زدهکړو د سیستم له منځه وړل او یا پرې محدودیت لګول د منلو وړ نه دي
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر وايي، تعلیم ته لاسرسی هغه اساسي حق دی چې باید په ټوله نړۍ کې یې ساتنه وشي.
ریچارډ بینېټ پر ایکس شبکې په یوه بیان کې له هغه آنلاین هشتګ سره چې (د تعلیم آزادي او تعلیم د ټولو لپاره) تر عنوان لاندې پیل شوی، د ګډون له کبله خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د زده کړو د سیستم له منځه وړل او یا پر هغه محدودیت لګول د منلو وړ نه دي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته په تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو کې د نجونو پرمخ د منځنیو ښوونځیو، لېسو او پوهنتونونو دروازې بندې کړي او پر ډېری ښځو یې د کار بندیز لګولی دی.
چین په جبري ډول له نورو هېوادونو ایستل شویو افغان کډوالو سره د مرستې ژمنه کړې
چین له هغو افغان کډوالو سره د مرستې ژمنه کړې چې له نورو هېوادونو څخه په جبري ډول افغانستان ته استول کېږي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد پرون د وري ۳۱مه باختر خبري آژانس ته چې طالبان یې اداره کوي وویل چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د سیاسي معینیتونو ترمنځ په درېیمه غونډه کې د چین حکومت ژمنه وکړه چې په جبري ډول له ایستل شویو افغان کډوالو سره به سل میلیون ین مرسته وکړي او د زړه د ناروغانو د درملنې او د تعلیمي بورسیو یا سکالرشیپونه د بیا پیل امکانات به برابر کړي.
دا ژمنه داسې مهال کېږي چې له پاکستانه د افغان د وګړو د پناه غوښتنې د سند یااېسيسي ACC کارتونو د لرونکو کسانو د ایستلو دوهم پړاو د اپریل له پنځلسمې نېټې څخه پیل شوی دی.
د پاکستان حکومت په لومړي پړاو کې چې تېرکال پیل شو، شاوخوا ۵ لکه افغان کډوال چې د پاکستاني چارواکو په وینا قانوني اسناد یې نه درلودل، وایستل.
افغانستان او پاکستان کې بارانونه او سېلابونه؛ دواړو هېوادونو کې لږترلږه ۱۳۵ کسان مړه شوي
په افغانستان او پاکستان کې د تېرې یوې اوونۍ درنو وریاوو او سېلابونو په دواړو هېوادونو کې اقتصادي تاسیساتو او کرنیزو ځمکو ته درانه زیانونه او همداراز انساني تلفات اړولي دي.
د برتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې د خبر له مخې په دې پېښو کې په دواړو هېوادونو کې لږترلږه ۱۳۵ کسان مړه شوي دي.
په دې ډله کې هغه ۲۱ بزګران هم شامل دي چې په پنجاب ایالت کې د غنمو له کروندو د درمندونو د اخیستو پرمهال د تالندې د راپرېوتو په پېښه کې مړه شول.
د راپور له مخې همداراز زرګونه کورونه یا په بشپړ ډول ویجاړ شوي او یا زیانمن شوي دي.
همداراز په دواړو هېوادونو کې د کورونو د چتونو د راپرېوتو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
د چارواکو په وینا، په افغانستان او پاکستان کې شاوخوا سل هکتاره ځمکه او زرګونه څاروي هم له منځه تللي دي.
یو امریکايي وګړی د اوکراین په دونېڅک کې وفات شوی
د راسل بینټلي په نوم یو امریکايي وګړی د اوکراین په دونېڅک سیمه کې چې د روسیې په ولکه کې ده، په حق رسېدلی دی.
د روسیې د آرټيRT دولتي تلوېزیون مشرې مارګاریتا سیمونیان پرون پر ایکس شبکې په یوه بیان کې ولیکل چې بینټلي د روسیې له سپوتنیک خبري شبکې سره همکاري کوله، خو هغې د نوموړي د مړینې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.
د دونېڅک سیمې پولیسو تېره اوونۍ په یوه بیان کې وویل، ۶۴ کلن بینټلي چې ځان یې په اوکراین کې د روسیې تر ملاتړ لاندې ځواکونو پلوي باله او د روسیې دولتي رسنیو د جګړې د خبریال په توګه معرفي کاوه د اپرېل په اتمه لادرکه شوی دی.
د امریکا استازو جرګې له اوکراین، اسراییل او ټایوان سره د ۹۵ میلیارد ډالره مرسته تصویب کړه
د امریکا د استازو جرګې د دواړو ګوندونو په ګډون د یوه بېساري اقدام په ترڅ کې له اوکراین، اسراییلو او ټایوان سره د ۹۵ میلیارد ډالره مرستې لایحه پرون تصویب کړه.
د رایو د اخیستو پرمهال د ډیموکرات ګوند غړو وکیلانو د جرګې له جمهوریپال مشر مایک جانسن سره مرسته وکړه چې د ۹۴ مخالفو رایو پر وړاندې په ۳۱۶ مثبتو رایو په مټ دا لایحه تصویب کړي.
تمه ده چې د مرستو دا بسته به د وروستي تصویب لپاره د مشرانو جرګې یا سنا ته واستول شي.
بلېنکن: واشنګټن په هېڅ تهاجمي عملیاتو کې لاس نه لري
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن نن ویلي چې واشنګټن په هېڅ تهاجمي عملیاتو کې لاس نه لري.
هغه نن دا څرګندونې، په ایټالیا کې پر ایران د اسراییل د بې پېلوته الوتکو د احتمالي حملې په باب د پوښتنې په ځواب کې وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د هغې ادعا په اړه چې اسراییل د ایران په وړاندې تر خپل دغه اقدام مخکې واشنګټن ته اطلاع ورکړې وه، له څه ویلو ډډه وکړه.
د ایران ځینو مخکښو قوماندانانو پر اصفهان ښار د نن سهار د هغې حملې چې ویل کېږي، اسراییل کړې، خبرونه رد کړل.
تر دې مخکې د امریکا ځینو رسنیو د دې حملې خبر ورکړ او د ایران یوه جګپوړي چارواکي له رویټرز خبري اژانس په خپرو کې دا حمله په یو ډول تایید کړې وه.
د ایران د پوځ عمومي قوماندان عبدالرحیم موسوي بیا ویلي د نن سهار د چاودنې علت پر یوه مشکوک شي د هوايي مدافع د دستګاه ډزې وې او په پېښه کې کوم زیان نه دی اوښتی.
د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو د تهران په وړاندې د تازه بندیزونو خبرداری ورکړ
د نړۍ د اوو لویو سترو صنعتي هېوادونو یا جي اووه ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو پر اسراییل د ایران د حملې له کبله، نن د تهران په وړاندې د تازه بندیونو خبرداری ورکړ.
دغو وزیرانو دغه راز له دواړو لوریو غوښتنه کړې چې په سیمه کې د کړکېچ له زیاتولو ډډه وکړي.
دا وروسته له هغې چې نن سهار د ایران پر اصفهان ښار د اسراییل د احتمالي ځوابي حملو خبرونه خپاره شول.
په همدې حال کې اسراییل د سوریې په جنوب کې د سوریې د هوايي ځواک پر یوه قطعه هوايي حملې کړې دي.
د سوریې د سانا خبري اژانس د خبر له مخې، په دې حمله کې مالي زیانونه اوښتي دي.
د پاکستان پولیس: په کراچۍ کې د جاپانیانو پر ګاډي تر ځانمرګي برید وروسته ډزې شوي
د پاکستان پولیس وايي چې د کراچۍ ښار په مانسهره کالونۍ کې د جاپانیانو پر ګاډي تر ځانمرګي برید وروسته ډزې شوي چې په کې د هغوی درې ساتونکي ژوبل شوي دي.
د کراچۍ د پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي اظفر مهېسر رسنیو ته وویل چې نن سهار وختي د جاپانیانو پر موټرو یوه موټرسایکل سپور وسلهوال ځانمرګی برید وکړ.
دی وايي، تر دې وروسته وسلهوالو پر ګاډي برید وکړ چې په ځواب کې یې د جاپانیانو شخصي ساتونکو ورباندې ډزې وکړې چې پهکې یو مشکوک وسلهوال ووژل شو.
د مهېسر په خبره، د دواړو خواوو ترمنځ په ډزو کې درې امنیتي ساتونکي ژوبل شوي دي.
د پولیسو په وینا، جاپاني وګړي په مرمۍ ضد ګاډي کې سپاره وو، ځکه له حملې روغ ووتل.
د دې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.