د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۳۲

د کابل په هوايي ډګر کې د ملي دفاع د وزير پر موټر مرمۍ ولګېدلې ، خو دغه پيښه د ملي اردو د سرتېرو ترمنځ د نښتې له امله وه او هېڅکله د نوموړي د وژنې هڅه نه وه


د کابل په هوايي ډګر کې د ملي دفاع د وزير پر موټر مرمۍ لګېدل ، د ملي اردو د سرتېرو ترمنځ د نښتې له امله وو او هېڅکله د نوموړي د وژنې هڅه نه وه.

دا ټکى د ملي دفاع وزارت وياند، جنرال ظاهر عظيمي تېره ورځ په يوه خبري کنفرانس کې څرګند کړ.

د دفاع د وزير، جنرال عبدالرحيم وردګ موټر د کابل په هوايي ډګر کې هغه مهال تر بريد لاندې راغى چې هوايي ډګر ته د دفاع وزير له رسولو وروسته له دې ځاى څخه د وتلو په حال کې و.

رحيم وردګ د احمدشاه مسعود د مړينې د څلورمې کليزې په مراسمو کې دګډون په موخه د کابل له هوايي ډګرڅخه د الوتکې له لارې پنجشير ته سفر کاوه .
XS
SM
MD
LG