د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۲۶

ولس مشر بوش د نيو اورلاينز توپان ځپلي سيمې په ليدنه بو خت دی


ولس مشر جورج بوش د نيو اورلين ښار ته رسيدلی دی څو د امريکا د متحده ايالتونو د مکسيکو خليج ددې توپان زپلي سيمې نه خپله دوه ورځنې ليدنه پيل کړي . نوموړی چې دتوپان په وړاندې دده د ادارې د غبرګون له امله له توندو نيوکو سره مخ شوی دی تمه ده د سيمه ايزو چارواکو سره وګوري او وروسته د نيور اورلينز د سيلاب زپلې سيمې نه ليدنه وکړي . دا وروسته تر هغې چې د کاترينا نومې توپان دوه اوونۍ د مخه دا سيمه وزپله دغه ځای ته د ولس مشر بوش دريم سفر دی .
د يکشنبې په ورځ دې سيمې ته د ولس مشر بوش رسيدنه په امريکا کې د ٢٠٠١ کال د سيپټامبر د ١١ نېټې د بريدونو د قربانيانو د څلورمې کليزې د يادغونډې سره په يو وخت برابره شوه .
چارواکو اوس په سيمه کې د کاترينا توپان له امله د مړو شويو کسانو شمير ٤٠٠ تنه تاييد کړی دی. چې ١٩٧ تنه په نيو اورلاين او لو زيانا او ٢١١ نور په ميسيسي پي کې ثبت شوي دي .
XS
SM
MD
LG