د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۰۶

د جاپان يوه مشهوره ورځپاڼه وايي جاپان به ملګرو ملتونو ته د ٢٠٠٧ کال په بودجى د کمښت غوښتنه وکړى.


ورځپاڼه وايي د جاپان حکومت فکر کوى چې له دى وروسته ترهغى د عامه گټو په برخه کې د ملګرو ملتونو بودجى ته ٢٠ فيصده اوږه نشى ورکولى ترڅو چې په ملګرو ملتونو کې يوه دائمى څوکې ترلاسه نکړى.
په ٢٠٠٥ کال کې د ملګرو ملتونو بودجه ١٨٣٠ ميلونه ډالر وه. جاپان له متحده ايالاتو وروسته دوهم هيواد دى چې د ملګرو ملتونو د بودجى ٢٢ فيصده گالى.
جاپان په دى وروستيو کې له څو کلونو هلى ځلو وروسته د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کې د دائمى غړيتوب په لورى پرمختگ کړى. خو د متحده ايالاتو له خوا يي نيم گرم هرهلى شوى او دچين لخوا له بدبينى سره مخامخ شوى دى.
ټاکل شوى ده چې د روانې مياشتى په ١٤ نيټه د ملګرو ملتونو په سرمشريزه کې د امنيت د شورا دپراخولو په اړه خبرى وشى.

ژباړونکى او وياند: ابراهيم اميرى
XS
SM
MD
LG