د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۲۲

په زرګونه عراقى سرتيرى چې د امريکايي ځواکونو ملاتړ هم ورسره دى په تل عفار کې کور په کور تلاشى کوى.


دغه ښار له سوريي سره په پوله پورت دى او ويل کيږى چې د ياغيانو مرکزى دى.
د امريکايي ځواکونو له خوا په يوى اعلاميى کې ويل شوى دى چې پرون په نوموړى ښار کې ٤١ مشکوک کسان نيول شوى او له تيرو ١٥ ورځو راهيسى ددغو کسانو له نيول کيدو سره د نيول شويو کسانو شميره ٢١١ ته لوړه شويده.
په تيرو ١٥ ورځو کې د عراقى او امريکايي ځواکونو په دغو عملياتو کې شاخوا ١٤١ کسان مړه شوى هم دى.
د تل عفار دوه لکه اوسيدونکى له دغو عملياتو څخه دمخه نورو سيمو ته تللى وو.
په عېن حال کې عراقى چارواکو له سوريي سره د خپلو پولو د تړلو اعلان کړى ترڅو په دى توگه سوريي ته د اورپکو د وراوښتو مخنيوى وشى.

ژباړونکى او وياند: ابراهيم اميرى
XS
SM
MD
LG