د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۷ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۱۳

دافغانستان د دفاع وزارت ويندوى وايي چې د دفاع پر وزيرنن له پنجشېر څخه تر راستنېدو وروسته د کابل په هوايي ډګر کې حمله وشوه. جنرال ظاهر عظيمي ازادۍ راديو ته وويل چې پر ستر جنرال رحيم وردک نن سهار نهه نيمې بجې له پنجشېر څخه د راستنېدو پر مهال د څو تنو وسله والو له لورې بريد وشو خو هغه ته زيان ونه رسېد. جنرال عظيمي همدا راز وويل چې حمله کوونکي د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول. دفاع وزير جنرال وردک د پخواني جهادي قومندان احمدشاه مسعود د وژل کېدو په څلورم تلين کې د برخې اخيستو لپاره پنجښېر ته تللى ؤ.


XS
SM
MD
LG