د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۱۱

دافغانستان د دفاع وزارت ويندوى وايي چې د دفاع پر وزيرپه پنجشېر کې حمله وشوه. جنرال ظاهر عظيمي ازادۍ راديو ته وويل چې پر ستر جنرال رحيم وردک نن سهار نهه نيمې بجې له پنجشېر څخه د راستنېدو پر مهال د څو تنو وسله والو له لورې بريد وشو خو هغه ته زيان ونه رسېد. جنرال عظيمي همدا راز وويل چې حمله کوونکي د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول. دفاع وزير جنرال وردک د پخواني جهادي قومندان احمدشاه مسعود د وژل کېدو په څلورم تلين کې د برخې اخيستو لپاره پنجښېر ته تللى ؤ.تر دې مخکې اسوشيتد پريس خبري آژانس په يوه راپور کې ويلي ؤ چې په پنجښېر کې يوه هيلي کوپتره لوېدلې خو څوک پکې ژوبل شوي نه دي.


XS
SM
MD
LG