د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۲:۳۳

د ګرجستان ولس مشر ميخائيل ساکاش ويلى ددغه هيواد د خاورى د لانجى د هوارۍ په موخه د يو نړيوال کنفرانس د جوړيدو غږ کړى دى٠


د ګرجستان ولس مشر ميخائيل ساکاش ويلى ددغه هيواد د خاورى د لانجى د هوارۍ په موخه د يو نړيوال کنفرانس د جوړيدو غږ کړى دى٠
د جمعى په ورځ ناوخته ساکاش ويلى په تبليسي کې يوى خبرى غونډى ته وويل چې په دغه کنفرانس کې روسيه متحده ايالات او د اروپا د امنيت او د همکارۍ سازمان هم ګډون کولى شي٠
ساکاش ويلى د روسيى له ولس مشر ولاديمير پوتين څخه غوښتنه وکړه چې د واقعتونو په پام کې نيولو سره د ابخازيه او د جنوبى اوشيتيا په سر رامنځ ته شوى دغه شخړه هواره کړي٠
هغه زياته کړه روسيه په سيمه کې د وسلوال جنګ د مخنيوى لپاره ډير څه کولى شي نوموړى هيله څرګنده کړه چې روسيه او ګرجستان په ګډه دغه ستونزه په سوليز ډول هواره کړي٠
ساکاش ويلي وويل د متحده ايالاتو حکومت د لومړى ځل لپاره چمتو والى ښودلى څو د ګرجستان د خاورى د بشپړتيا په هڅو کې برخه واخلى٠
XS
SM
MD
LG