د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۲۰

د متحد ايالاتو او سعودى عربستان ترمنځ د لاسليک شوي تړون له مخى سعودى عربستان به له اسرائيلو سره هم سوداګريزى اړيکى ټينګى کړي٠


د امريکا متحده ايالات او سعودي عربستان يوى موافقى ته رسيدلى چې د روان کال تر پايه پورى سعودى عربستان د سوداګرۍ له نړيوال سازمان سره د يو ځاى کيدو لپاره نور هم نږدى کوي٠
د متحده ايالاتو د سوداګرۍ استازي روب پورټمن وويل ددغى موافقى له امله متحده ايالات تمه کوي چې په سعودي عربستان کې چې د نړۍ د تيلو ستر توليدونکي هيواد دى د قانون د ونډى لا پرختيا، سياسي او اقتصادي اصلاحات وګوري٠
د متحده ايالاتو د سوداګرۍ استازي په يو پيان کې ويلى دي چې ددغه تړون د يوى برخى په توګه سعودى عربستان موافقه وکړه چې د اسرائيلو په ګډون د نړۍ له يو سلو اته څلويښتو هيوادونو سره سوداګريزى اړيکى ولري٠ د اسرائيلو سره سوداګريزى اړيکى د عرب ليګ لخوا پرى شوى وى٠
XS
SM
MD
LG