د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۳۴

د عراق ولس مشر له دغه هيواد څخه د امريکا په مشرۍ د نړيوالو ځواکونو د وتلو په ضد خبردارى ورکړى٠


د عراق ولس مشر جلال طالباني له عراق څخه د امريکا په مشرۍ د نړيوالى ټلوالى د ځواکونو د وختى وتلو په ضد خبردارى ورکړى او ويلى دي چې دا ډول يو اقدام کولى شي نړۍ له يو ستر ګواښ سره مخ کړى او ممکن د کورني جنګ لپاره لار هواره کړي٠
طالبانى دغه څرګندونى د جمعى په ورځ په واشنګټن کې د خپلى وينا په ترڅ کې وکړى٠
طالباني وويل د هغه په باور ددى امکان شته چې امريکائى سرتيري په راتلونکو دوو کلونو کې په تدريجي ډول له عراق څخه ووځي٠
هغه وويل عراق به له ترهګرو سره د مقابلى او همداراز د ګاونډيو هيوادونو چې هغه ئى نومونه وانخستل د لاس وهنو د مخنيوى لپاره د امريکائى سرتيرو اړتيا ولري٠
د راپورونو له مخى په عراق کې امريکائى او عراقى ځواکونو د سوريى پولى ته څيرمه د تال افار په سيمه کې چې د تيرو څو ورځو راهيسى پکى جنګونه کيږي مشکوک ياغيان تر فشار لاندى نيولى دي٠
د عراق لومړي وزير ابراهيم جعفري وويل چې په دغه ښار کې د امنيت د خوندى کولو او د ښاريانو د حقونو د تامينولو لپاره نور اقدامات هم شوى دي٠
XS
SM
MD
LG