د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۲۴

د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيرى کنډوليزه رائيس له روسيى چين او هند څخه غوښتي چې د ايران په ګواښولو کې دى هم غږى شي ٠


د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيرى کنډوليزه رائيس له روسيى چين او هند څخه وغوښتل چې د ملګرو ملتونو په بنديزونو سره د ايران په ګواښولو کې دى هم غږى شي٠
رائيس چې د جمعى په ورځ په واشنګټن کې خبرى کولى وويل وويل ايران د اټومى وسلو د نه پراختيا په تړون د ټينګ پاتى کيدو لپاره د نړيوالى ټولنى لخوا د يو متحد پيغام د اوريدو اړتيا لري ؛ايران د نړيوالى ټولنى لخوا د يو داسى پيغام د ترلاسه کولو اړتيا لري چې متحد وي له دى څخه زما موخه يوازى درى اروپائى هيوادونه يعنى برطانيه فرانسه المان او متحده ايالات نه بلکه همداراز روسيه چين هند او نور هيوادونه هم دى؛
رائيس وويل وروسته له هغى چې ايران د ايرانيمو د غنى کولو کار پيل کړ او په ظاهره توګه ئى د تهران برطانيى فرانسى او المان ترمنځ خبرى پاى ته ورسولى د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته د ايران وړاندى کول تمه ده چې راتلونکى ګام به وي٠
دا روښانه نده چې روسيه او چين به چې د امنيت د شورا د ويټو د حق درلودونکي غړى دي د ايران په ضد د بنديزونو د لږولو لپاره ددغو اقداماتو ملاتړ وکړي او که نه٠
XS
SM
MD
LG