د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۱۰

دامريکا جمهور ريس دهغه پلان په هکله څرګندونې وکړي چې له مخي به يې دتوفان ځپلو سره مالي مرستې وسي .


دمتحده ايلاتو جمهور ريس جورج ډبليو بوش دهغه پلان په هکله څرګندونې وکړې چې له مخي بۀ يې په زرګونو کورنيوته دوه زره ډالره پيسې ورکول کيږي چې دکاترينا دتوپان له امله ځپل سوي دي .
جورج ډبليو بوش په تلويزيوني وينا کې دتوپان ځپلو سره داوږدې مودې مرستو په هکله خبرې وکړې .
هغه وويل زموږ موخه يوازي خلکو ته دپيسو ورکول نه دي ، بلکې غواړو چې اړ خلک وکړاى سي دغه مرستې په اساني سره لاس ته راوړي . هغه په زرګونه خلک چې دتوپان له امله بې کوره سوي دي ډير اړ دي . هغه وړاندي وويل : موږ ډيري سختې ورځې په مخ کې لرو په تېره بيا دهغو کسانو دموندلو په وړاندي چې دتوپان له امله يې خپل ژوند له لاسه ورکړى دئ .
بوش وويل دجمعې ورځ به د توپان ځپلو دقربانيانو په ياد ددعاوو ملي ورځ وي .
XS
SM
MD
LG