د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۲:۳۳

هغه امريکايي پوځي چې ديو افغان بندي په وهلو کوټلو تورن و دمحاکمې پر وخت دمنصفه هيائت لخوا برائت ورکړه سوئ .


هغه امريکايي پوځي چې ديو افغان بندي په وهلو کوټلو تورن و دامريکايي پوځي منصفه هيائت لخوا برائت ورکړه سوى دئ.
پرګمشر ( دارين برادئ ) پر دې خبره تورن و چې ګواګي په افغانستان کې يې په امريکايي توقيف ځاى کې يو افغان بندي ته وهل او کوټل ورکول _ او ددرواغو رسمي اعلاميې يې ليکلې .
خو دپنجشنبې په ورځ بيا يوې ښځې دتکساز په محکمه کې شاهدي ورکړه ، دهغې نه پياديږي چې نوموړي پوځي دي ، حبيب الله نومى ټکسي ډرايور ته وهل کوټل ورکړي وي ، او دغه بندي دبرادي دوهلو له امله مړ سوى وي .
XS
SM
MD
LG