د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۱۷

دغزني ولايت په مقر ولسوالي کي په يوے دولتي پوستي بريد له امله شپږ عسکر او دوه مشکوک وسله وال طالبان مړه شوي دي ٠ دصدام حسين مدافع وکيل داخبره رد کړي چٍي دعراق پخواني مشر به کوم اعتراف کړي وي ٠ په پرونيړ انتخاباتو کے دمصر دجمهور رئيس حسني مبارک سيال وايي چٍي انتخاپات دے له سره وشي ٠


دافغانستان دولتي چارواکي وايي : دغزني ولايت په مقر ولسوالي کي په يوے دولتي پوستي بريد له امله شپږ عسکر او دوه مشکوک وسله وال طالبان مړه شوي دي ٠

دافغانستان دکورنيو چارو وزارت وياند لطف الله مشال وايي چي يو مشکوک بريد کوونکي نيول شوے دے ٠

وسله والو طالبانو چٍي څلورکاله پخوا ددوي واک دامريکا په مشري ايتلاف لخوا نسکورشو هوډ کړي چي دافغانستان دراتلونکو پارلماني انتخاباتو مخي ته به خنډونه رامينځ ته کړي ٠

دغه راز پوليس وايي چٍٍي په يوه بله جلا پيښه کي پرون دراتلونکو انتخاباتو په يوې کانديدي صفيه صديقي ډزي شوي دي ٠

پخپله ميرمن صديقي بچ شوے خو دري محافظين يي ټپيان شوي دي ٠

دصدام حسين مدافع وکيل داخبره رد کړي چٍي دعراق پخواني مشر به دااعتراف کړي وي چي ده د انفال په نامه دهغو پوځي عملياتو امر کړي دکومو په نتيجه کي چي هغه مهال ګڼ عراقي کردان وژل شوي وو ٠

رويتر خبري آژانس وايي چي دوي ، دصدام حسين له مدافع وکيل خليل الدليمي څخه يوليک ترلاسه کړي چي په هغه کي ويل شوي دي چي جمهور رئيس کوم اعتراف نه دي کړي او ټول کوم تحقيقات چي شوي دي ملزم نه شي ګڼلي ٠

دعراق جمهور رئيس جلال طالباني دسه شنبي په ورځ ددغه هيواد تلويزن ته څرګنده کړه چي هغه يو محقق چي له صدام حسين څخه يي تحقيقات کړي ويلي دي چي له ده څخه يي مهم اقرار اخيستي او ده پري امضا کړي ٠

خو جلال طالباني دانه دي ويلي چي صدام حسين به دامنلي وي چي ده به کوم جرم کړي وي او يابه يي دامنلي وي چي دي د دغو پوځي عملياتو په مهال دعراق مشر وو ٠
له عراق څخه رارسيدلے يو بل خبر وايي چي عراقي پوليسو دبغداد جنوب ته ديرش کيلوميټره ليري دمحموديه ښار په بيلابيلو سيمو کي څوارلس ناپيژندل شوي مړي ميندلي دي چي ملکي جامي يي پرتن دي ٠

پوليس وايي دغه ټول مړي په ګوليو ويشتل شوي مړه شوي دي ٠

دمصر په پرونيو انتخاباتو کي دجمهورئيس حسني مبارک سيال او دالغد ګوند مشر ايمن نور نن وويل چي په انتخاتو کي دپراخو سرغړونو له امله ، غوښتنه کوي چي دغه انتخابات له سره وشي ٠

ايمن نور وايي چي درايي ورکوني په پروسه کي دبي نظميو په هکله به نن رسمي شکايت وړاندي کړي ٠

دغه راز دايمن نور مرستيال هشام قاسم ويلي دي چي دوي به لومړي دانتخاباتو کوميسيون او که لازمه وه محکمي ته شکايت وکړي ٠

ايمن نور په پرونيو انتخاباتو کي چي دلومړي ځل لپاره ګڼو کانديدانو ته په کي دسيالي لاره پرانيستل شوي وه ، دجمهور رئيس حسني مبارک لوي سيال وو ٠

توقع کيږي چي حسني مبارک به ددغو انتخاباتو بريالئ اعلان شي ٠

دولتي چارواکي وايي يوڅه بي نظمي به شوي وي خو دومره جدي نه وي ٠

دانتخاباتو داداري چارواکي وايي چي رسمي نتايج به دشنبي ترورځي څرګند نه شي ٠
XS
SM
MD
LG