د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۱۳

د افغانستان يو سميه ايز چارواکئ وايي د هلمند ولايت په چاودني کي مرګ ژوبله شوي


د افغانستان يو سيمه ايز چارواکئ وايي هلمند ولايت کي دموټر د چاودني له امله مرګ ژوبله رامنځ ته شويده.
د هلمند دوالي وياند محمد ولي وايي په موټر کي ځان مرګي کسان سپاره وو. تر اوسه نده څرګنده چي په موټر کي څه شمير مشکوک ځان مرګي کسان سپاره وو. خو موټر چي مخکي له وخته وچاوديد يو شمير لارويان يي ټپيان کړي هم دي.
عبدالطيف حکيمي چي ځان د طالبانو وياند بولي ددغي حملي مسوليت يي په غاړه اخيستئ. ده ويلي د حملي هدف د امريکايي ځواکونو پوځي کاروان و او دوې امريکايي پوځي وسيلي يي ويجاړي کړيدي.
د امريکا په مشرۍ د ائيتلافي ځواکونو وياندي سيندي موور چاودنه تائيد کړي خو وايي چي په دغي پيښي کي د ائيتلافي ځواکونو کوم سرتيرئ ندئ ټپي شوئ او نقليه وسيلو ته يي هم کوم زيان ندئ رسيدلئ.
.
XS
SM
MD
LG