د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۲:۳۱

مصريان د جمهوري رياست په انتخاباتو کي راي ورکوي


مصريان نن د لومړي ځل لپاره د جمهوري رياست په انتخاباتو کي له يوه کانديد نه زياتو کانديدانو ته راي ورکوي.
کانديدان په انتخاباتو کي ولاړ دي خو ډير زيات امکان لري چي جمهور رئيس حسني مبارک د پنځم ځل لپاره د نورو شپږو کلونو لپاره وټاکل شي.
په تيرو وختونو کي ٧٧ کلن مبارک يوازي د عمومي ټولپوښتني په اساس ټاکل کيده او نوموړئ به يوازينئ کانديد و.
د مصر حکومت ويلي دغه انتخابات د ډموکراسۍ په لور يو ستر ګام دئ خو مخالفين وايي په رايو سره به بيا هم د مبارک په واکمنۍ کي کمښت را نشي.
د مصر له ٧٢ ميليونو وګړو نه ٣٢ نيم ميلونه کسان د رايو لپاره ثبت او مستحق ګڼل شويدي.
XS
SM
MD
LG