د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۳۰

د فلسطين يوه مبارزه ډله وايي د غزي د امنيت پخوانئ مشر دوي وژلئ


د فلسطين يوې مبارزي ډلي (د خلکو د مقاومت کميټي) نن وويل د غزي د امنيت پخوانئ رئيس موسئ عرفات دوي وژلئ دئ.
ددغي ډلي يو وياند محمد عبدل ويلي عرفات د دوي د ډلي د وسله والي څانکي صلاح الدين لوا له خوا له منځه وړل شوئ دئ.
موسئ عرفات د فلسطينيانو د پخواني مشر ياسر عرفات وراره دئ چي نن سهار وختي پخپل کور کي د يوې وسلي والي ډلي له خوا ووژل شواو ځوي يي تښتول شويدئ.
موسئ عرفات د روان کال په لومړيو کي د فلسطيني اداري د مشر محمود عباس له خوا د ياسرعرفات د پخوانيو ساتونکو د پاکولو په لست کي له دندي نه ليرئ کړاي شوئ و .
XS
SM
MD
LG