د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۷ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۵۷

د امريکا د نيواورلينز ښاروال د مصيبت ځپلي ښار نه د پاتي ښاريانو په زور ايستلو امر کړئ


د امريکا د نيو اورلينز ښاروال ري ناګين د روغتيايي انديښنو له امله د هغو کسانو په زوره ايستلو امر کړئ چي نه غواړي له ښاره ووځي.
روغتيايي چارواکي انديښمن دي چي په ښار کي د ناپاکو اوبو، د غازاتو د بهيدو، اورونو، د پاته شويو مړو او کيمياوي زهري موادو شتون به د پاتي نږدي لس زرو کسانو رغتيا ته زيان ورسوي .
روغتيايي چارواکي د خپريدونکو ناروغيو پيدا کيدو ته تيارئ نيسي.
په عين حال کي د امريکا پوځ د سمندري توپان او سيلاو ځپلي ښار نه د اوبو ايستلو کار ته دوام ورکوي. انجينيرانو د ښار د اوبو يوه بندۍ رغولي ده او د ښآر د اوبو سطحه وروورو کميږي .
د امريکا په جمهور رئيس جورج ډبليو بوش او اداري باندي يي نيوکي کيږي چي د کترينا د توپان په وړاندي يي چټک او په ځاي عمل ندئ کړئ. يو شمير انتقاد کوونکي د امريکا د فدرالي حکومت د عاجلو چارو د موسسي د چارواکو ليري کول غواړي.

ددغه ځاى ښاروال وايې چې د ښار په سلو کې شپيته برخه اوس هم د اوبو لاندې ده٠
هغه زياته کړه ددغه سمندري توفان له امله ښايې د مړو شويو کسانو شميره زرګونو تنو ته ورسيږي٠
XS
SM
MD
LG