د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۱۲

ائيتلافي ځواکونو د افغانستان په جنوب کي د اورپکو د پټيدا په ځايونو حملي کړي


د امريکا په مشرۍ ائيتلافي ځواک او افغاني سرتيرو د افغانستان په جنوب کي د اورپکو د پټيدا په ځايونو باندي د يرغل په مهال ١٢ تنه مشکوک اورپکي وژلي دي.
د امريکا پوځ نن په يوه بيان کي وويل اورپکو د سنبلي د ٢٧ مي نيټي پارلماني انتخاباتو په مهال د حملولپاره تيارئ نيولئ و.
يرغل د دوشنبه په ورځ د زابل ولايت کي شوئ و او ٩ تنه اورپکي پکي ژوندي نيول شوي وو . په عملياتو کي افغاني او ائيتلافي ځواکونو ته کوم زيان ندئ رسيدلئ.
له دغو عملياتو نه يوه ورځ وړاندي د کندهار ولايت په عملياتو کي ١٣ تنه مشکوک اورپکي وژل شوي وو.
خبر وايي د روان کال په شخړو کي له ١٠٠٠ زيات کسان چي اکثره يي اورپکي دي مړه شوي دي.
له بلي خوا په افغانستان کي د ناتو تر مشرۍ لاندي امنيتي ځواک قوماندان وايي دا چي ځواکونه يي د هيواد جنوب ته د امنيت ساتني په مقصد پراخيږي بايد چي شمير يي هم زيات شي.
جنرال ماورو دل ويچيو د جرمني خبررسولو آژانس دي پي آ سره مرکي کي ويلي د آيساف په موجودو ٨٥٠٠ سرتيرو بايد چي دوه دري زره نور سرتيري هم ور زيات شي.
تمه ده چي د ناتو تر مشرۍ لاندي آيساف بۀ د ٢٠٠٦ کال د مي په مياشت کي د افغانستان په جنوب کي د خدمت چاري په غاړه واخلي.
XS
SM
MD
LG